د جګړه‌ييزو ګډو زده کړو قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو (۸۶) تنه منسوبین د يوې تعليمي دورې له بشپړولو څخه وروسته فارغ شول.

سرچینې ويلي، يادو منسوبینو د BM-21 دستګاه او د چاودېدونکو توکو د خنثی کولو څلور نیم میاشتنۍ نظري او عملي زده کړې ترلاسه کړې دي.

مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د توپچي او درنو وسلو زده‌کړې د اسلامي ارزښتونو، ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او په جګړه کې د بریا ترلاسه کولو لپاره اړینې بللې دي.

بلخوا يادو فارغانو بيا مسؤلینو ته ډاډ ورکړی، چې د سر او وینو په بدل کې به له اسلامي نظام او هېواد څخه دفاع او ساتنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version