د سوريې د دفاع وزارت ویاند حسن عبدالغني ویلي، چې ځواکونو یې د سوریې په ساحلي سیمو کې خپل عملیات پای‌ته رسولي.

د نوموړي په وینا، په طرطوس او اللاذقیه ښارونو کې د پخواني رژیم د پاتې شونو لخوا امنیتي ګواښونه له منځه وړل شوي دي.

څو ورځې وړاندې، د سوریې په دغو ساحلي سیمو کې د بشار الاسد د رژیم پاتې شونو وسله‌وال پاڅون کړی و، چې د دغه هېواد دفاع وزارت یې پر وړاندې پراخ چاڼیز عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې پاڅونوال سخت وځپل شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version