د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌مخې، د سوریې لنډمهالي حکومت مشر احمد الشرع او د دغه هېواد د دیموکراتیکو ځواکونو(SDF) مشر مظلوم عبدي یو هوکړه لاسلیک کړی، چې له مخې به یې ډيموکراتیک ځواکونه د دې هېواد په ملکي او نظامي ادارو کې شامل شي.

د راپور له مخې، دا هوکړه پرون لاسلیک شوې، چې پکې د سوریې پر یووالي ټینګار شوی او ټاکل شوې چې د شمال‌ختیځې سیمې غیر نظامي او نظامي ادارې، بندري تأسیسات، هوایي ډګرونه او د نفتو او ګازو سرچینې د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version