د سوریې د ملکي دفاع ادارې (الخوذ البیضاء) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بندیانو د ځایونو او د پټو بندخونو د موندلو په برخه کې مرسته کوونکو ته د درې زره امریکایي ډالرو د نغدي جایزې د ورکړې اعلان کړی دی.

یادې ادارې ډاډ ورکړی چې د معلوماتو شریکوونکو اشخاصو هویت به خوندي وي، همداراز د اسد د رژیم پوځیانو ته یې هم بلنه ورکړې ده چې د پټو بندخونو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي او ډاډ یې ورکړی چې امنیت به یې خوندي وي.

د یادونې وړ ده چې د بشار الاسد د رژیم په زندانو کې د لسګونه زره بندیانو د لټون عملیات دوام لري او ژغورونکې ډلې لا هم پر دې ندي توانېدلي چې تر ځمکې لاندې بندخونو کې پراته زندانیان ازاد کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version