د سوریې پېښو پر وړاندې مبارزې وزیر رائد الصالح ویلي، چې د دغه هېواد د لاذقیې ولایت په ځنګلونو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې لګېدلي اور لوی ناورین رامنځته کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه نږدې ۱۰ زره هکټاره ځنګلي سیمې سوځېدلې دي او هڅې روانې دي چې اور تر کنټرول لاندې راوستل شي.
د نوموړي په وینا، شاوخوا ۸۰ حکومتي ادارې د اور وژنې په عملیاتو بوختې دي.
د راپورونو لهمخې، ترکیې او اردن هم له اړینو وسایلو، ژغورونکو ډلو او هیلیکوپترو سره د اور په مړ کولو کې مرسته کړې ده.