رويټزر خبري اژانس د سوریې د مرکزي بانک مشر عبدالقادر حصریه له قوله راپور ورکړی، چې سوریه به نوي بانک نوټونه چاپ او د ارزښت لوړولو لپاره به دوه صفرونه ورڅخه لرې کړي.

نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، دوی هیله من دي چې دا بدلون به د سوریې د پولي واحد ارزښت لوړ او راکړه ورکړه اسانه کړي.

هغه ویلي، چې دا اقدام د مالي اصلاحاتو یوه برخه ده، خو د عملي کېدو نېټه يې تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

د راپور له مخې، سوريې د روسيې له يوه دولتي شرکت سره د نویو بانک نوټونو د چاپ تړون کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version