په مسکو کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د دغه سفارت مستشار حافظ عبدالله یاسر د یوه پلاوي په مشرۍ بېلاروس ته تللی، تر څو له هغو زندانونو لیدنه وکړي چې افغان اتباع پکې بنديان دي.

خبر زیاتوي، چې یاد پلاوي د سفر په ترڅ کې له یو شمېر بېلاروسي چارواکو سره کتلي، او د توقیف شویو افغانانو د ستونزو پر حل او هېواد ته یې پر لېږد هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د یادونې ده، چې پر هېواد د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد ډيپلوماټیکو استازولیو له لارې له ګڼو هېوادونو افغان بندیان ازاد او هېواد ته ستانه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version