د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د دغه هېواد ولسمشر احمد الشرع له ۲۰۱۶م کال راهیسې له امریکا سره د داعش او القاعدې پر ضد همکاري کړې ده.

د سوريې دولتي خبري آژانس سانا دغه ادعاوې بې‌بنسټه بللي او ویلي یې دي، چې الشرع له هېڅ بهرني لوري سره په دې اړه همکاري نه‌ده کړې.

سانا د ولسمشرۍ ماڼۍ له قوله لیکلي، هغه مهال کې ټولې پرېکړې په خپلواکه توګه شوي، نه د کوم بهرني اړخ په غوښتنه یا همغږۍ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version