د پاکستان پوځي رژیم امنیتي ادارو منلې، چې د دغه هېواد په سند ایالت کې چاودنه شوې.
دې رژیم ته نږدې سرچینو ویلي، چې چاودنه د لطیفاباد پولیسو مرکز ته نږدې د پټاقیو په یوه غیر قانوني فابریکه کې رامنځته شوې.
ویل شوي، د چاودنې له امله یاده فابریکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
د سند ځایي چارواکو ویلي، چې پولیس او د ژغورنې ټیمونه د چاودنې ځای ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.
د یاد پوځي رژیم چارواکو د دې چاودنې د څرنګوالي او له امله یې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه بشپړ جزئیات نهدي وړاندې کړي.
