د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ولسمشرۍ له ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړني بهرني سفر کې نن د سعودي په پلازمېنه رياض کې د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي دي.

په دې سفر کې له ښاغلي الشرع سره د سوریې د بهرنیو چارو د وزير اسعد الشيباني په ګډون یو لوړپوړی پلاوی هم ملګری دی چې د سوریې د لنډمهاله حکومت یو شمېر وزیران او چارواکي پکې شامل دي.

د معلوماتو له مخې د احمد الشرع او محمد بن سلمان تر منځ په دې کتنه کې له سوریې څخه د اقتصادي بندیزونو لرې کول، د دوه اړخیزو اړیکو بیا رغونه او پیاوړتیا او په دې سربېره په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي.

احمد الشرع سعودي ته دا دوه ورځنی سفر وروسته له هغې پيلوي چې تېره اوونۍ د سوریې د نوي انتقالي حکومت د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ سوريه کې د ښاغلي الشرع د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو سربېره د پخوانيو وسله والو ډلو، امنیتي ادارو، د خلق شورا او بعث ګوند منحل کول او همدارنګه د سوریې د پخواني اساسي قانون د لغوه کولو پرېکړې هم وشوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version