د سوریې د موقت حکومت ولسمشر احمد الشرع دوه فرمانونه صادر کړي دي، چې له مخې به یې په دغه هېواد کې د عدالت او ورکو کسانو لپاره دوه خپلواکې ادارې جوړې شي.
د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي، چې د عدالت اداره به د پخواني رژیم د سرغړونو پلټنه، مسؤولینو ته سزا ورکول او ملي پخلاینه پر مخ وړي.
اعلامیه زیاتوي، چې د ورکو کسانو اداره به د لادرکه کسانو موندنه، اسناد راټولول، د معلوماتو بانک جوړول او د کورنیو قانوني ملاتړ پر غاړه ولري.
دواړه ادارې مکلفې شوي چې په ۳۰ ورځو کې دننه خپل کاري ټيمونه جوړ او داخلي نظامونه ترتیب کړي.
د یادونې ده، چې پر سوریې د بشار الاسد او د هغه د پلار د تحمیلي رژیمونو پر مهال د کورنیو جګړو پر مهال لسګونه زره عام سوریایان، دیني علماء او نور با نفوذه کسان په پوځي زندانونو کې شکنجه او وژل شوي دي.