د سوریې ولسمشر احمد الشرع له یوه برطانوي پادکست سره په مرکه کې، له خپلې خاورې د فلسطیني وګړو د بې ځایه کولو لپاره د امریکا د ولسمشر پر وروستیو څرګندونو نیوکه کړې او هغه یې له اخلاقي، سیاسي او انساني پلوه د منلو وړ نه دي بللې.

نوموړي ویلي چې:«دا د انساني پوهې، سیاسي عقل او اخلاقو له مخې غلطه ده چې ټرمپ له خپلې خاورې د فلسطیني وګړو د ویستلو غوښتنه کوي.» نوموړي دا عمل «لوی جرم» بللی او زیاته کړې یې ده چې: «نه یواځې دا چې دا کار شونی نه دی، بلکې په نړۍ کې هیڅ ځواک نه شي کولای خلک دې ته اړ کړي چې له خپلې خاورې ووځي.»

الشرع په غزه کې د فلسطین مقاومت ته په اشارې ویلي: «په جګړه کې د شکنجو، وژنو او وېجاړیو سره سره، دوی د خپلې خاورې پرېښودلو څخه ډډه کړې چې دا مقاومت د دوی د استقامت او هوډ څرګندونه کوي.»

د سوریې ولسمشر یادونه کړې چې په تېرو څه باندې ۸۰ کلونو کې د فلسطینیانو د بې ځایه کولو لپاره ډېرې هڅې شوي، خو دوی خپلې خاورې ته په ژمنتیا نړۍ ته ښودلې ده، چې د جبري مهاجرت او د خپلې خاورې د پرېښودو پر وړاندې د خلکو مبارزه او هوډ به یې هیڅکله کمزوری نه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version