د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر، احمد الشرع روانه اوونۍ په یوه رسمي سفر جرمني ته ځي.
ټاکل شوې، الشرع په برلین کې د جرمني له ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر سره لیدنه او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سوریې د پخواني رژیم له پرځول کېدو وروسته د دمشق او برلین اړیکې نږدې عادي شوي دي.
جرمني د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال مارچ میاشت کې تر ۱۳ کلن ځنډ وروسته دمشق کې خپل سفارت بیا پرانیست.
