په مطلب کې د افغان حکومت د سړکونو او بندرونو د عصري کولو لپاره له نړیوالو شرکتونو سره خبرې او پراخ کارونه هم ستايل شوي دي.
په همدې حال کې، د روسیې له لوري د افغان حکومت په رسمیت پېژندل هم مهم ياد شوي او له چین سره د امو سیند د تېلو اوږدمهاله قرارداد لغوه کول د کابل له لوري د متوازنو اړيکو د پرمخ وړلو ښه بېلګه ګڼل شوې ده.
په ياد مطلب کې همدا راز د نړۍ د سياسي شنونکو له قوله ويل شوي، چې ډونالډ ټرمپ باید د افغانستان په اړه فعاله او پرېکنده تګلاره خپله کړي او له افغان حکومت سره ژور سياسي تعامل وکړي.