د سوریې د بشر حقونو د څار ډلې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په جنوبي ولایت السویداء کې د روانو نښتو له امله د وژل شویو شمېر ۷۱۸ تنو ته لوړ شوی دی.

د راپور له مخې، له تېرې یکشنبې راهیسې ۱۴۶ دروزي وسله‌وال، ۲۴۵ ملکي وګړي او ۲۸۷ دولتي سرتېري وژل شوي دي. دغه راز ۱۸ قبایلي جنګیالي او درې نور ملکي کسان د دروزي ځواکونو له‌خوا اعدام شوي او ۱۵ دولتي سرتېري د صهیونیستي رژیم په هوایي بریدونو کې شهیدان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ السویداء کې د اوربند د ټينګېدو خبر ورکړی او د کورنیو چارو وزارت یې ویلي، چې ژر به دغې جګړې ځپلې سیمې ته د وضعیت د کنټرول په پار امنیتي ځواکونه واستول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version