د منځني ختیځ د ډېرو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د لویديځو هېووادونو یو شمېر لوړپوړي ډيپلوماټان د سعودي په پلازمېنه ریاض کې سره راټول شوي او د سوریې د راتلونکي په اړه یې خبرې کړي

د ناستې په پای کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې پر سوریه لګول شوي بندیزونه دې لری کړل شي.

د دې غونډې مهم ټکي، د سوریې د لنډ مهالي حکومت ملاتړ ته د هېوادونو وربلل، د دغه هېواد بیا رغونه او د نړیوالو بندیزونو لرې کول یاد شوي دي.

په دغه ناسته کې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د ترکیې، عراق، لبنان، اردن، مصر او یوشمېرو نورو هېوادونو جګپوړو چارواکو او د برتانیا، جرمني، ایټالیا، امریکا، هسپانیې او د ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version