د سوریې پوځ د حلب په دیر – حافر ولسوالۍ کې د «PKK» ډلې او د دغه هېواد د پرځېدلي رژیم د پاتې شونو پر ضد، چې د قسد ملېشو متحد دي، عملیات پیل کړي.
د سوریې دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه سیمې د قسد او د هغو د متحدینو پوځي اډې ګڼل کېږي.
راپور زیاتوي، چې تر دې وړاندې له همدې ځایه ایراني ځانمرګي بېپیلوټه الوتکې پر حلب ښار توغول شوې دي.
دغو اډو د حلب د ختیځې سیمې په بمبارۍ کې مهم رول لوبولی او د سیمې د اوسېدونکو د وتلو مخه یې نیولې ده.
د یادونې ده چې د سوریې پوځ تر دې وړاندې د حلب شیخ مقصود اشرفیه سیمو کې هم د دغو ملېشو پر ضد عملیات کړي وو.
