د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وایي، دې ولایت کې د یو لوی اداري کمپلېکس د جوړېدو په موخه ۳۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
سرچینه زیاتوي، چې د یادې پروژې اړوند اسناد د نورو قانوني او تخنیکي مراحلو د طی کولو لپاره اړوند وزارت ته استول شوي دي.
د معلوماتو له مخې د اسنادو تر تائید وروسته به د پروژې عملي چارې پیل شي، چې ورسره به د اداري چارو د ښهوالي تر څنګ د سیمې پر ښاري پراختیا هم مثبت اغېز ولري.
