د اسرائيلو د دفاع وزارت چارواکو ويلي، ممکن د پاکستان پوځيان د هغه نړيوال ځواک برخه شي چې د غزې پر خاورې به د «ثبات ساتنې» په پلمه ځای پر ځای کېږي.

د اسرائيلي رسنيو، په ځانګړي ډول واي‌نېټ د راپور له مخې، دغه ځواک ته د International Stabilization Force (ISF) نوم ورکړل شوی او ټرمپ یې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۹مه سپينه ماڼۍ کې طرحه وړاندې کړې وه.

د سرچينو په وينا، د پاکستان تر څنګ د اندونيزيا او اذربايجان پوځيان هم په دې مشکوک ماموريت کې برخه لري.

د دې طرحې له مخې، به نړيوال ځواک د غزې پر خاوره د اسرائيلي پوځ د وتلو وروسته ځای پر ځای کېږي، خو د کنټرول ۵۵ سلنه سيمه به لا هم د اسرائيلو په لاس کې پاتې وي.

د دې مانا دا ده، چې پاکستان د «سولې» په پلمه غزه کې د اسرائیلي اشغال د دوام ملاتړ کوي.

له دې طرحې سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون ډېری عربي هېوادونو مخالفت کړی او په خبره یې دا اقدام د اسرائيلي اشغال د قانوني کولو معنا لري.

شنونکي وايي، د پاکستان دا پرېکړه نه يوازې د فلسطين د مظلوم ولس پر وړاندې د خيانت بڼه لري، بلکې د اسلامي نړۍ متحد دريځ هم کمزوری کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version