له پښتونخوا څخه سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو، خیبر ولایت کې د پاکستان د پوځي رژيم پر کمانډویانو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۶ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

پر دې سربېره پاکستاني طالبانو، جنوبي وزیرستان کې هم د پاکستاني رژيم پر پوځیانو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۸ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

ياده دې وي، چې د پاکستان د پوځي رژيم پر وړاندې د پاکستاني طالبانو بریدونه تر بل هر وخت ډېر، منظم او منسجم شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version