د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د افغان پست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پستي خدمتونو شرکت ترمنځ، د نړیوالو پستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه.
سرچینه زیاتوي، چې د یادې هوکړې له مخې به د کورني او بهرني پستي او کارګو لېږد په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
