شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې د مصر ولسمشر سیسي، د مصر په العلمین ښار کې د سوډان پوځ مشر عبدالفتاح البرهان او د لیبیا ملي اردو له مشر خلیفه حفتر سره جلا جلا لیدنې ترسره کړې دي. سرچينې وايي، دا لیدنې په داسې حال کې ترسره شوې چې د سوډان او لیبیا تر منځ د متقابلو تورونو له امله وضعیت ترینګلی شوی دی.د معلوماتو له مخې دا لیدنې ښيي چې مصر هڅه کوي د سیمې کړکېچونو په ځانګړي ډول د درې ګوني پولې شخړې د مهارولو لپاره د منځګړي رول لوبوي او د احتمالي سیمهییز تاوتریخوالي مخه نیسي.د یادونې وړ ده، چې د مصر، سوډان او لیبیا تر منځ درې اړخیزه سرحدي سیمه ستراتیژیک اهمیت لري او د ناقانونه کډوالۍ، قاچاق او طبیعي زیرمو له امله د شخړو یوه مهمه نقطه ګرځېدلې ده.