ار ټي عربي رسنۍ راپور ورکړی، چې د سوډان پوځ کردفان ایالت کې د غوڅ ملاتړ ملېشو قوماندې خونه په نښه او لمنځه وړې، چې د ملېشو یو شمېر مهم مشران پکې وژل شوي دي.

سرچينې ويلي، همداراز د سوډان هوايي ځواک له لیبیا راتلونکی د ملېشو لوژستیکي کاروان بمبار کړی، چې ګڼ شمېر پوځي مهمات پکې له منځه تللي دي.

د متحده عربي اماراتو له ملاتړ برخمنو ملېشو په دې وروستيو کې د سوډان په ځينو ښارونو کې د زرګونه بې ګناه وګړو قتل عام وکړ، چې دا مهال د سوډان د پوځ له شديد غبرګون سره مخامخ دي.

که څه هم ملېشو دا مهال د اوربند وړانديز کړی؛ خو سوډاني پوځ د پراخو هوايي او ځمکنيو بريدونو په مټ درنه مرګ‌ژوبله وراړولې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version