نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د ویتنام په جنوبي او مرکزي سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۰ تنو ته لوړ شوی.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغو سېلابونو له امله ۲۳۵زره کورونه تر اوبو لاندې شوي او نږدې ۸۰زره هېکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
د ویتنام حکومت د ارزونو له مخې، دغو سېلابونو تر دې دمه د دې هیواد اقتصاد ته شاوخو ۳۴۱ میلیونه ډالر زیان رسولی دی.
