د نړایوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې د سویلي کوریا کابینه په پام کې لري چې په دغه هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د راتلونکې جون میاشتې ۳مه نېټه نهایي کړي.

راپورونه کاږي، دا پرېکړه به سبا سه شنبه په یوه غونډه کې اعلان شي.

د سویلي کوریا قانون وايي که چېرې یو ولسمشر ووژل شي یا له دندې ګوښه شي نو نوې ولسمشریزې ټاکنې باید په ۶۰ ورځو کې وشي.

یاده دې وي چې، د جنوبي کوریا مخکینی ولسشمر یون سوک یول له واک څخه د ناوړه استفادې او په دغه هېواد کې د نظامي حکومت له اعلانولو وروسته استیضاح او له دندې ګوښه کړای شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version