د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې، د سوېل ختیځ زون د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنيز مرکز څخه ۴۵۰ پولیس د مسلکي او عقیدتي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

د خبر له مخې، دا لسمه دوره ده چې له یاد ښوونیز مرکز څخه سلګونه منسوبین له زده‌کړو فارغېږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د یاد وزارت له ښوونیزو مرکزونو زرګونه پولیس له مسلکي زده کړو فارغ او د هېواد بېلابېلو سیمو ته د دندو لپاره استول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version