د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ناستې په څنډه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي.

د یاد وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو د افغانستان او سوريې ترمنځ اړيکې تاريخي‏ او مهمې بللي او خوښي يې څرگنده کړې چې دواړه ولسونه له اوږدو جگړو وروسته خپلواکۍ، امنيت او ثبات ته ورسېدل.

د ښاغلي تکل په وینا، دواړو لوريو هيله څرگنده کړې چې د افغانستان او سوريې حکومتونه وتوانېږي چې پر اوسنيو ننگونو برلاسي او له فرصتونو گټه پورته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version