د سټنډرډ ملي ادارې خبر ورکړی، چې د فراه بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله بې‌کیفیته ودانیز توکي بيرته ایران ته مسترد کړي دي.

د یادې ادارې د خبر له‌مخې، دغه ودانیزه محموله «۸۰×۸۰» او «۵۰×۵۰» ملي متر کې نبشي وسپنه وه، چې ټولیز وزن یې ۵۲ ټنو ته رسېدله.

خبر زیاتوي، چې د وارداتي توکو کنټرول او د کیفیت تثبیت د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او هېڅ ډول بې کیفیته توکو ته به اجازه ور نه کړل شي، چې د هېواد بازارونو ته لار ومومي.

وړاندې ډاډ ورکړل شوی، چې د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده، چې د کیفیت او خوندیتوب په موخه، د ټولو وارداتي توکو کره ارزونه په دوامداره توګه ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version