د افغانستان په تاریخ کې، د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت وروستي قاطع او پرېکنده عملیات یوازې یو نظامي غبرګون نه، بلکې د هغو کسانو لپاره د عبرت یو خونړی درس هم دی چې لا هم د پردیو په غېږ کې د خپل کور د ورانولو خوبونه ویني. دا عملیات په ډاګه کوي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت په وړاندې هر ډول تېری به له داسې توپاني ځواب سره مخ شي چې د دښمن د محاسبو ټولې تلي به ورګډې کړي.
هغه کسان چې د هېواد له پولو بهر د سیمې د استخباراتي کړیو، په ځانګړي ډول د آیایسآی په استیناف او ملاتړ، د افغان ولس د ناارامۍ نقشې جوړوي، باید پوه شي چې د هغوی هر ګام د اسلامي نظام د کشفي او دفاعي ځواکونو تر دقیق څار لاندې دی. د غلامۍ په ځنځیرونو تړلي دا څېرې چې خپله بقا د پردیو په اشارو کې لټوي، باید درک کړي چې د افغانستان په وړاندې د دسیسو میدان اوس د دوی لپاره په یوې داسې لومه بدل شوی چې د وتلو لاره پکې نشته.
د افغان حکومت د ځواکونو بې سارې وړتیا او د هغوی د ایمان په رڼا کې جوړ شوی دفاعي قوت دا ثابتوي چې دا خاوره نور د نیابتي جګړو او استخباراتي لوبو لپاره بې صاحبه جزیره نه ده. نننی افغانستان یو واحد او مقتدر نظام لري چې د هر شر غوښتونکي د مړوند ماتولو پوره صلاحیت او وسایل په واک کې لري. دا د رعب او رښتیني قدرت هغه انځور دی چې د دښمن په زړونو کې یې لړزه اچولې ده.
پلورل شویو عناصرو ته د انتقامي عملیاتو پیغام دا دی چې د خپلو بادارانو په وعدو تېر نه وځي، ځکه کله چې د انتقامي تندرونو د راوتلو وخت راشي، نه به یې بهرني پټنځایونه وژغورلی شي او نه به یې استخباراتي مربیان د دفاع جرئت وکړي؛ د تېرو پېښو عواقبو ښودلې چې د افغان ولس د ارادې په وړاندې درېدل یوازې د ځان تباهي او د ابدي ذلت منل دي.
د عقل او منطق غوښتنه دا ده چې د افغان حکومت ضد کړۍ باید د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه ژوره محاسبه او بیا کتنه وکړي. مخکې له دې چې د پښېمانۍ وخت تېر شي، باید د خپل ملت له کرکې او د قهر له عواقبو ووېرېږي. د افغانستان د دفاعي قدرت فولادي پنجه چمتو ده چې هر هغه لاس غوڅ کړي چې د دې مقدس حریم په لور، په بد نیت راغځول کېږي.
