یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

راپورونه وایي، په لندن او د ناروې مرکز اوسلو کې د هغه ځای حکومتونه د مخکیني حکومت سیاسي استازولۍ تړي؛ دا وروسته له هغه چې د ا.ا.ا په یوه اعلامیه کې د یادو استازولیو سربېره د یو شمیر نورو استازولیو کړنې غیر قانوني اعلان کړې.

په دغو استازولیو کې زیاتره یې د شر او فساد د ډلې د راټولېدو ځای وو؛ دغه راز، زیاتره استازولۍ د مالي فساد په مرکزونو بدلې شوې وې او له ا.ا.ا سره یې همکاري نه کوله؛ له یادو استازولیو څخه د افغانانو د خدمت نه بلکې د شر او فساد د تبلیغاتو او شومو اهدافو له پاره ګټه اخیستل کېده.

په سیاسي برخه کې د پرځېدلي جمهوري نظام وروستۍ نښې همدا سفارتونه او کونسلګرۍ دي چې تر اوسه یې فعالیت کاوه او اوس یې د ډیرو اروپایي هیوادونو له لوري د تړل کېدو راپورونه ورکول کېږي.

د دغو سیاسي استازولیو له تړلو سره به د جمهوریت کیسه په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.

بلخوا، داسې ویل کېږي چې ممکن له یو څه ځنډ وروسته تړل شوې سیاسي استازولۍ هغو هیوادونو کې د میشتو افغانانو له پاره د کونسلي خدماتو وړاندې کولو په پار ا.ا.ا ته وسپارل شي.

که داسې وشي نو دا به د ا.ا.ا یوه مهمه لاسته راوړنه وي چې و به کولی شي هلته میشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو تر څنګ د ا.ا.ا سیاسي استازولي هم وکړي او ورو ورو به په بشپړ ډول د سیاسي استازولیو ترلاسه کولو ته لاره هواره کړي.

ا.ا.ا له دې وړاندې د جرمني په میونیخ کې د تیر حکومت کونسلګرۍ سره ښه روابط جوړ کړي او هغوی ا.ا.ا سره همکاري کوي؛ ا.ا.ا د تېر حاکمیت برعکس دا ځلې په ګڼو هیوادونو کې د سیاسي استازولیو کنټرول ترلاسه کړی دی.

سره له دې چې ښکاره رسمیت پېژندنه نشته، خو لسګونه هیوادونه له ا.ا.ا رسمي تعامل کوي او ا.ا.ا د افغانستان د یو نماینده حکومت په توګه مني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version