پاملرنه: دا تحقیقي او څېړنیزه لیکنه درې برخې لري چې د احمدشاه مسعود او د ده د لارویانو په هکله هر اړخیز معلومات پکې راجمع دي، هیله ده ترپایه یې راسره تعقیب کړئ او د دوی په هکله حقائق او معلومات درته حاصل شي.

دا يو څرګند حقيقت دی چې د شر او فساد ډلې هدف يواځې ډالر، غلا، فساد، لنډغري، تعصب او پرديو ته جاسوسي کول دي؛ د شر او فساد ډله د نړيوالو جاسوسي سازمانونو سره له وخته اړيکې پالي، د افغانستان په پاکه خاوره کې د پرديو جاسوسي سازمانونو شوم اهدافو ته کار کوي.

هېره دې نه وي چې د نړيوالو جاسوسي سازمانونو سره د غلامۍ اړيکې احمد مسعود او پلویانو ته یې د ده له پلار احمد شاه مسعود څخه په ميراث ور پاتې دي کوم چې نن يې هم نوموړی او ډله يې پالي.

١. ډې جې ايس اې (DGSE) فرانسوي استخبارات:

احمد شاه مسعود چې د پنجشير دره کې پيدا شوی خو له اصل څخه د تاجکستان د کولاب دی؛ چې نيکه ګان يې د افغانستان پنجشير درې ته راکوچېدلي دي؛ منځنۍ زدکړې يې د استقلال ليسه کې کړي چې په دغه وخت د استقلال ليسه د فرانسوي ښوونکو او چارواکو له خوا اداره کېده؛ د لومړي ځل لپاره په همدغه ليسه کې احمد شاه مسعود د فرانسويانو په جال کې راځي؛ چې وروسته بيا د همدوی له طرفه د لوړو زدکړو لپاره د کابل پولي تخنيک پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ ته ور پېژندل کېږي.

د ځينو شواهدو په اساس احمد شاه مسعود د لومړي ځل لپاره په استقلال ليسه کې د فرانسوي استخباراتو DGSI سره اړيکې ونيولې او وروسته بيا MI6 ته معرفي شو؛ د هغه وخت د يوه تجارتي تلويزيون زوړ چلوونکي سنديګال ته وظيفه ورکړل شوې وه چې پنجشير ته ولاړ شي او هلته پر يوه ځوان قومندان چې د دوی غلامي يې شروع کړې وه يو فلم جوړ کړي.

د احمدشاه مسعود ورور احمد ولي ځکه لندن ته لېږل کېږي چې انګلش ژبه زده کړي؛ چې سنديګال هم همداسي وکړل او يو ساعته فلم يې جوړ او سي آی اې(CIA) ته يې وسپاره؛ دلته په دغه وخت کې د سي آی اې سره د مسعود اړيکې هم ثابتوي ځکه ايم آی سکس(MI6)، ډي جي ايس آی(DGSI) او سي آی اې(CIA) ډيرې نږدې اړيکې او ګډې پروژې لري.

احمد شاه مسعود څو ځلي فرانس ته سفرونه کړي؛ د فرانسوي سياسيونو او د فرانس جاسوسي سازمان له طرفه ورسره د طالبانو مخالف جګړه کې مرسته کېدله؛ په ۲۰۰۱ کال د می مياشت کې احمد شاه مسعود د فرانس د پارلمان د غړو سره وليدل؛ له هغوی څخه يې د طالبانو مخالف جګړې لپاره د مرستو د لا ډېرولو غوښتنه وکړه.

د سپټمبر پر ٩مه چې احمدشاه مسعود و وژل شو نو فرانس د شر او فساد ډلې سره مرستې ونه درولې؛ بلکې تر نن ورځې پوري يې تر شاه ولاړ دي؛ معلومه ده چې فرانس دغه مرستې په سيمه کې د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره کوي؛ چې د شر او فساد‌ ډلې همېش د دوی ګټې په سيمه کې خوندي کړي.

۲. ايم آی سکس(MI6) برتانوي استخبارات:

د روسي يرغل مقابل د جهاد په دوران کې فرانسويانو احمد شاه مسعود ايم آی سيکس او سي آی اې ته معرفي کړ؛ دغو دريو جاسوسي سازمانونو په ګډه د احمد شاه مسعود په تبارز کې ونډه واخيستله.

يو عادي قوماندان يې د ميډيا او تبليغاتو په زور راپورته او ملي اتل يې ترې جوړ کړ چې هر ځای به د روسي اشغال مقابل افغانانو جګړه ګرمه کړې وه نو په يو ډول نه يو ډول به ميډيا د دغې جګړې کريډيټ احمد شاه مسعود ته ورکاوه؛ ورسره د پاکستاني جاسوسي سازمان په ذريعه يې احمد شاه مسعود راپورته او له يو عادي قوماندان څخه يې غټ موقف ته و رساوه.

د احمد شاه مسعود راپورته کول او تمويل د دغو سازمانونو د ګټو د خونديتوب لپاره وو؛ چې يو ښه مثال يې وروسته د روسي اشغال تر ختمېدو افغانستان کې د کورنۍ جګړې شروع کول، د افغانانو د کلونو قربانيو او سرښندونو ضايع کول او د اسلامي امارت مخالف جنګول وو.

په ۲۰۰۰-۲۰۰۱ کې احمد شاه مسعود برتانيې ته هم سفر وکړ او د طالبانو مقابل جګړې کې يې ترې د مرستو لا ډېرولو غوښتنه وکړه؛ له ۱۹۹۰ څخه د ايم آی سکس مرستې او اړيکې له مسعود سره ډيرې شوې وې او د طالبانو مقابل جګړه کې د برتانيې جاسوسي سازمان ورسره استخباراتي مرستې کولې.

٣. سي آی اې(CIA) امريکايي استخبارات:

د شوروي اشغالګرو مقابل جګړه کې چې فرانس، ايم آی سکس او سي آی اې مسعود راپورته کړ نو يې ورسره آی ايس آی ته پلان ورکړ تر څو د احمد شاه مسعود سره ځانګړې مرسته وکړي؛ دا چې مسعود له مخکې د سي آی اې سره پخې اړيکې درلودې خو په ۱۹۹۹ کې د امريکا کانګريس د احمد شاه مسعود سره د طالبانو مخالف جګړه کې د مرستو کولو تړون لاسليک کړ.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۲۶مه چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ نو د مسعود لنډغر ورسره ودرېدل، د افغانستان په يرغل کې د احمد شاه مسعود مليشې د امريکايي پوځ په ګډه د طالبانو مقابل جګړه پر مخ بېوله.

دا چې د شر او فساد ډلې او غربي جاسوسي سازمانونو يارانه له پخوا څخه ټينګه وه؛ ځکه يې د بن کانفرانس کې د راتلونکي حکومت غوښنه برخه همدوی(د شر او فساد ډلې) ته ومنل؛ همدغه وجه وه چې په تېرو شلو کلونو کې د شر او فساد ډلې ته د تېر جمهوريت چارواکي او مشرانو هيڅ هم نه شوای ويلای؛ په لنډغري او وحشتونو کې غرق وو خو دا چې د سي آی اې نازولي وو ځکه هيچا هم تر سترګو پورته ورته نه شوای کتلای.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version