Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد عاملین ولې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د شتون ادعاوې کوي!؟
    لیکني

    د شر او فساد عاملین ولې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د شتون ادعاوې کوي!؟

    صابر افغانصابر افغان12 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت د پرځېدو څه باندې درې کاله په پوره کېدو دي، په تېرو دريو کلنو کې د طالبانو ضد ډلو او بېلابيلو پخوانیو چارواکو وخت نا وخت د اعلامیو او رسنیزو کمپاینونو پر مهال په افغانستان کې د وسلوالو ډلو (لکه القاعده، ټي ټي پي، نورو اسلامي غورځنګونو او ځینو نیابتي ډلو) د شتون ادعاوې کړې دي.

    د شر او فساد ډلې نه تنها دا چې په هېواد کې له طالبانو سره د عناد او عقدې پاللو په موخه په افغانستان کې د بهرنيو وسلوالو ډلو د شتون ادعاوې کوي، بلکې که د افغانستان په ګاونډيو، سیمه ییزو او لرې هېوادونو کې هم يوه چاودنه کېږي، نو دوی د خپلو بادارانو د تېر ایستلو په موخه، په خپلو تحليلونو او له غندنو ډکو اعلاميو کې د برید اصلي رهبري کوونکی مرکز د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ښیي.

    څه موده وړاندې د روسیې په مسکو کې، پر کراکوس کنسرټ د څو تنو وسلوالو لخوا برید وشو، چې په پایله کې یې لسګونه روسي وګړي ووژل شول او تر لسګونه ډېر يې زخمیان کړل؛ د شر او فساد ډلو له روسیې سره د خواخوږۍ په اعلامیو کې، د دغه برید ريښه او سرچينه افغانستان ته منسوبول، دوی هڅه کول چې د روسیې او افغانستان د اړیکو خرابولو تر څنګ، دوی ته په افغانستان کې د سرپرست حکومت د نسکورولو روحیه ورکړي او دغه شریر عناصر واک ته ورسوي، خو د ترسره شويو څېړنو په پايله کې ثابته شوه چې بریدګر تاجکستاني وګړي وو او له افغانستان سره یې تړاو نه درلود.

    د طالبانو خلاف جنګېدونکو ټولو جريانونو چې په مخامخ جګړه کې یې ماتې خوړلې ده، په سیاسي او تبلیغاتي کچه یې هم د نه وحدت له امله ماتې خوړلې ده، له دې برسېره بیا هم ټوله هڅه دا کوي، چې د طالبانو حکومت نړۍ ته د هغه وسلوالو ډلو یا جریانونو په ساتلو او د خوندي پټنځايونو په ورکونکو معرفي کړي، کوم چې په سیمه او نړۍ کې برحاله په جګړه بوخت دي.

    د شر او فساد عاملین بيا د ۲۰۰۱م کلونو خوب او خیال ويني، چې د امريکا نوی حکومت به د دوی په دې تبلیغاتو سره پر افغانستان يرغل وکړي او دوی به په زور پر افغان ولس بيا واکمنان کړي. دوی تمه لري چې بيا به یې زبرځواک اشغالګر په افغانستان کې د قدرت جزیرو، اداري فساد او د بادارانو د موخو تحقق لپاره د تېرو دوه لسیزو په ډول واک ته ورسوي.

    د شر او فساد عاملین د ولس د سوکالۍ، د هېواد په پرمختګ او نورو برخو کې له سيالانو سره د سيالۍ هيڅ تمه او پلان نه لري، بلکې دوی د دې په لټه کې دي، چې په هره ممکنه لار واک ترلاسه کړي، ولو که په هغه لار کې ميليونونه افغانان شهیدان، کډوال او معیوب هم شي، هيڅ پروا نه لري. دا واک که په هره معامله کېږي، هم یې کوي؛ هغه که د ډيورنډ فرضي کرښې په پلورلو وي، که افغانستان نړۍ ته د وسلوالو ډلو د خوندي پټنځای په معرفي کولو او بل هر څه وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اندونيزيا ولسمشر د هند د خفګان له امله پاکستان ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی
    راتلونکي مقاله د يمن د انصارالله لوړپوړی غړی سعودي ته: که غواړئ له یمن سره نوې جګړه کې ښکېل شئ، نو تاوان به یې تر پخوا زیات وي

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 مې 2026

    د ارشاد، حج او اوقافو وزیر سعودي عربستان ته سفر کړی

    د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي نور محمد ثاقب افغان حاجیانو ته د وړاندې…

    ‏د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریز نښلون کنفرانس ترسره شو

    21 مې 2026

    ازبکستان د بلخ نایب‌اباد سټېشن کې د اوسپنې نوې پټلۍ جوړوي

    21 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ارشاد، حج او اوقافو وزیر سعودي عربستان ته سفر کړی

    22 مې 2026

    ‏د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریز نښلون کنفرانس ترسره شو

    21 مې 2026

    ازبکستان د بلخ نایب‌اباد سټېشن کې د اوسپنې نوې پټلۍ جوړوي

    21 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.