بغاوتونه او اغتشاشونه همېشه ډېر لوېدلي خلکو کړي، ځکه سم او اهل خلک د نورو ژوند نه ګواښي؛ د هندوستان په ځمکه ستر عالم خان مولانا وایي: چېرته چې د منطق ژبه چلېږي هلته جګړه نه واقع کېږي، جګړه د بې منطقو خلکو کار دی.
هغه خلک بیا له بې منطقو هم بدتر دي چې اسلامي نظام ولري، تعصب او بدبیني نه پېژني، د یو نظام تر چتر لاندې ازبک، تاجک، هزاره، پښتون، پشه یي، سني او شیعه د خپلو خلکو او خپل وطن لپاره کار کوي خو بیا هم یوه بدمرغه ډله را ولاړه شي د دې سپیڅلي چتر د ړنګولو هڅې کوي.
جنګونه فقر زېږوي، خلک وږي کوي، مهاجرتونه زیاتوي، بې نظمۍ رامنځته کوي؛ په جګړو کې فاسد اقلیت پړسېږي، مګر اکثریت شریفان په کې بې عزته کېږي.
هوکې! د شر او فساد لارویان/بغاوتګران د یو اسلامي نظام او یو مسلمان ملت سره په جنګ اخته دي؛ هغوی نه اسلام غواړي او نه یې هم د وطن په داو کولو چورت خراب دی.
د دوی د جنګ قوماندان حسیب قوای مرکز دی، حسیب د قوای مرکز او شهزاده سرای له هټیو په رڼا ورځ غلاګانې کولې، د امرالله صالح او بسم خان په زور یې اختطافونه کول، اوس د اوسني افغان اسلامي حکومت له سرتېرو سره حسیب جګړه کوي؛ راځئ د حسیب قوای مرکز تقوا د یو عادي مجاهد سره پرتله کړو ترڅو باطل او حق سره ښه ښکاره شي.
د شر او فساد له لارویانو سره هر ډول خواخوږي ګناه ده؛ خدای تعالی فرمايي: تاسې په نیکیو کې د یو بل تعاون او مرسته وکړﺉ، د ګناه په کار کې د چا تعاون مه کوﺉ.
د دوی جګړه یوازې غلا ده، دوی غواړي اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي، د نظام په وجود د باجګیرۍ او اخاذیو لپاره فرصت نه برابرېږي او نه د پنجشیر زمرود د فرانسې بازارونو ته قاچاق کېږي، نه د بدخشان لعل د پیښور په بازرونو کې لیلامېږي او نه هم په لویه لار پاټک اچول کېږي.
د اموخته خورو تور نېتونه معلوم دي، دوی تل له جرمي اقتصاده تغذیه شوي، اوس پرې هغه لارې بندې دي نو بغاوتونه کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.