د تېرو دریو کلونو را په دېخوا د شر او فساد ډلې پر ولس د ځان بیا ځل تپلو او واک ته ستنېدو لپاره له ناکامو نظامي هڅو واخله، په جنجال پای ته رسېدلو لویو انلاین او حضوري ناستو، له جګړه مارو سره تر لیدنو او ولسي ذهنیت خرابولو پوري هره کړنه تکرار کړې، خو دا هر څه یوازې د ناکامۍ پر خوا ګامونه وو.

د شر او فساد ملاتړي له خپل ټول نفوذ څخه په استفاده نړیوال ملاتړ ترلاسه نه کړ، هغه نفوذ چې دوی یا یې پلرونو د سړې جګړې پر مهال ترلاسه کړی و، دغه راز یې تېر شل کاله د هماغه نفوذ په استفاده د هېواد د چور او تالان تر څنګ د څوکۍ لپاره افغانستان اشغالګرو ته سپارلی و.

د شر او فساد جبهې لپاره د نړیوال ملاتړ د سخت کمښت یو علت د فلسطین او اوکراین جګړې دي، نړۍ په همدې جګړو کې ښکېله ده، نظامي او استخباراتي قوت یې هلته مصروف کړی؛ افغانستان هم له پخوا د جګړې لپاره د اولویت بندۍ له لېست څخه لیري شوې دی او اوس یوازې ورسره پر سیاسي اړیکو او تعاملاتو تاکید کېږي.

نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه امریکا سره د دوحې تړون د ډيپلوماتیکو اړیکو لپاره لار خلاصه کړې، له همدې لارې امریکا او نړۍ واله ټولنه خپل تعاملات عیاروي؛ طالبانو هم د دوحې تړون په تطبیقي اړخ کې خپل مسؤلیت اداء کړی، ځکه خو نړۍ د جګړې پر ځای ډیپلوماتیکو اړیکو رغولو، تفاهم رامنځته کولو او خبرو – اترو ته اولویت ورکوي؛ دې کار د شر او فساد لپاره د نړیوال ملاتړ په مخ کې خنډ ایجاد کړی دی.

افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د شر او فساد روایات هم شړېدلي، کلیشه يي او غیر منطقي دي، لومړی خو افغانستان کې طالبان د دوحې تړون مطابق هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې دغه خاوره د نړیوالې ټولنې پر ضد استفاده شي، دوهم دا چې د نړیوالې ټولنې په پالیسیو کې خورا ډیر تغیر راغلی دی، نړۍ دا مهال اقتصاد محوره سیاست انتخابوي، داسې چې بنسټ یې پانګونه، موصلاتي لارې غځول او د هېوادونو د ګټو خوندي کول وي.

د اختلافاتو له امله د شر او فساد ډلې وېش او پر بېلابیلو نومونو کریډیټ اخیستل په ځانګړې توګه د نړیوال ملاتړ د تقسیم او تجزیې لامل دی؛ د شر او فساد لارویان شخصي ګټو ته د ژمنتیا پر اساس په جلا – جلا توګه د ملاتړ غوښتنې منعکسوي، خو تر دې مهاله یوازې د تبلیغاتي اعلامیو په کچه ملاتړ لري.

شر او فساد د نړیوالو له سختې بې باورۍ کړېږي؛ دغه بې باوري هغه مهال رامنځته شوې چې د اشغال پر مهال د اشغالګرو تر څنګ وو، د نظامي جګړې د ښه مدیریت ادعا یې کوله او له همدې امله یې نړیوالو ته اطمنان ورکاوه چې افغانستان کې به د هغوی د ګټو لپاره په اخلاص جګړه وکړي، خو د ۲۰۲۱م کال د اګست ۳۱مه لا نه وه راغلې، چې د شر او فساد لارویان تر اشغالګرو وړاندې په طیارو پسې ټال تر کولاب تېر شول.

د شر او فساد لارویان د پورته دلایلو پر بنسټ منزوي شوي او د نړیوال ملاتړ له سخت کمښت، تجزیې او له منځه تللو سره مخ دي؛ دوی لکه څنګه چې د افغانستان په ولس کې منفور شوي دي، همداسې به د نړیوالو په منځ کې لا نور هم منفور او وشړل شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version