د شر او فساد ډلو اصلي موخې شخصي ګټې او د بهرنیو پروژو عملي کول او نفاق اچونې دي چې، عوام له ستونزو سره لاس او ګریوان کړي.

د شر او فساد ډلو مشران تر ډېره هڅه کوي چې، حاکم شرعي او اسلامي نظام وننګوي، په ضد یې منفي تبلیغات کوي، غربیانو ته یې د ځان د نږدې کېدو په پار په تملقۍ لاس پورې کړی.

د شر او فساد/د لنډغرو مشران لکه: عبدالرشید دوستم، امرالله صالح، محقق، احمد مسعود او… د بهرنیو جاسوسي سازمانونو د ملاتړ، پیسو او د ډلې د مشري تر لاسه کولو په خاطر پر يوه او بل انتقادونه/نیوکې کوي.

په تېره شل کلنه دوره کې د شر او فساد ډلو مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره د قومونو تر منځ تعصب او نفاق ته لمن وهله او اوس هم غواړي چې، خپل فعالیتونه فعال وساتي.

اسلامي امارت واک ته تر رسېدو سره سم یې په هیواد کې د تعصب د ختمولو لپاره جدي ګامونه پورته کړل، د تعصب لړۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

له لومړیو څخه د اسلامي امارت چارواکو هڅه پیل کړه چې، په هیواد کې ټول پرګنې د یوه مسلمان او افغان په توګه سره متحد کړي، ژبني او توکمېز تعصبونه له منځه یوسي؛ خوشبختانه چې تر ډېره یې دا چاره بریالۍ شوې هم ده.

د معلوماتو پر بنا، احمد مسعود چې ځان د اسلامي او شرعي نظام سرسخت مخالف ګڼي، نوموړي خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي چې، افغان قومونه وښکنځئ، بد رد او سپکې سپورې ورته ووايئ؛ تر منځ یې نفاق خپور کړئ، له دې څخه څرګنده شوه چې، احمد مسعود هم د نورو په هدایت کار کوي.

په دا ډول نامشروع فعالیتونو سره د شر او فساد غړي/لنډغر غواړي چې په هیواد کې د قومونو تر منځ قومي، ژبني، توکميز او سمتي تعصب خپور کړي، یو بل زغمل او انعطاف پزیري له منځه یوسي.

په هیواد کې مېشت افغان ولسونو له تېرې شل کلنې دورې کافي تجربه ترلاسه کړې، د چا په درواغو وعدو او شعارونو باور نه لري او نه به پرې دوکه شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version