ليکوال: نوين ساپی

په تېره شل کلنه دوره کې مو ډېری داړونکي انسانان ولیدل چې خلک به یې داړل، له ډار او وېرې به ورته څوک نه شو نږدې کېدای، دا هغه داړونکو ځناورو ته ورته و، چې په لار به ترې څوک نه شو تېرېدای، پټه او برالا خوله به یې اچوله.

د داړونکو انسانانو له جملې به درته د څو ياداوارشم چې د داړونکو ځناورو چارې یې ترسره کولې، هغه د شمالي ټلوالې امپراطوران وو، چې هر یوه بېلابېل شخصي زندانونه درلودل، د دوی له خوښې د هرې مشروع کړنو مرتکبین به په همدې زندانونو کې وهل، ټکول او شکنجه کېدل، حتی د ډېرو خلکو مړی او ژوندی به نادرکه شو، دا دسیسې به په شمال کې د پښتنو پر وړاندې ترسره کېدې، ژبنی تعصب پکې اوج ته رسېدلی و، حتی په ځینو چيک پاینټونو کې چې به کوم پښتون تالاشي کېده، که چیرې به یې پښتو خبرې وکړې، د سربازانو او قومندانانو له لوري به ورته ویل کېدل چې، مسلماني ګپ بزن، چرا مسلماني ګپ نه میزني؟ پښتنه طبقه به په شمال کې د یوې ترهګرې ډلې په نامه پیژندل کېده.

عطا محمد نور چې د بلخ ولایت یو یاغي، لنډغر او زورواکی والي و، د ولایتي شورا یو وکیل د اصف مهمند په نامه چې اصلاً په خټه پښتون دی، له ډېر پخوا راهیسې د بلخ ولایت هستوګن شوی، دا یې په هیڅ صورت نه شو زغملی چې د پښتنو له قومه دې یو څوک په مزار کې واکمن ووسي، همغه و چې، له لفظي شخړې وروسته یې اصف مهمند له سختو وهلو او ټکولو وروسته دې ده د زوی له لوري په غاښونو غوږ پرې (وداړل) شو، بیا یې یوه ورځ په خپل شخصي زندان کې زنداني کړ، له دې وروسته یې ملي امنیت ته وسپاره چې د هغوی له خوا هم سخت شکنجه شو، دوه ورځې ورسره هلته په زندان کې و.

د ښاغلي اصف مهمند پر وړاندې دا کړنه ځکه ترسره شوه چې مهمند د بلخ په یاغي او لنډغر والي عطا محمد نور باندې د فساد تورونه پورې کړي وه.دا خبر تر مرکزي حکومت، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي پورې راورسېده.

همهاله پر ټویټر د عطاء محمد نور سلاکار طاهر قادري یو شمېر اسناد خپاره کړل وايي چې، د ولایتي شورا د وکیل اصف مومند د نیولو رسمي حکم دی چې په بلخ ولایت کې د څارنوالۍ له دفتره صادر شوی دی.

عطاء محمد نور پخپله فیسبوک پاڼه د اصف مومند د نیول کېدو د شېبې له یوه انځور خپرولو سره د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی د “دسیسې په جوړولو” تورن کړل.عطا محمد نور د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت عمومي مشر معصوم ستانکزي ته اخطار ورکړ، چې له دسیسو ډکو داسې پروژو له طرحې لاس واخلئ، چې له نسبي امنیت برخمن بلخ ولایت ناآرامه کوم.

د همغه وخت د ملي امنیت ویاند قادر شاه د نور دا څرګندونې بې بنسټه بللې او پرخپله فیسبوک پاڼه یې ولیکل چې د بلخ والي عطا محمد نور په خواله رسنیو کې د بلخ د امنیت په اړه څرګندونې کړي، د ملي امنیت شورا دفتر دا څرګندونې کاملاً بې بنسټه بولي او وروستی نظر به د قانون ساتونکو بنسټونو له هر اړخیزه څېړنو وروسته په ډاګه کړي، همغه وه چې نه قانون پلی شو او نه په عطامحمد نور د چا وسه ورسېده او وحشي دوستم هم ورته کړنې د پښتنو پر وړاندې ترسره کولې.

هغه دوی چې به د قانون یادونه کوله، همغه قانون د دوی پر وړاندې عاجز و، سرکشي او لنډغري یې اوج ته رسېدلې وه، انسان ته یې د انسان په سترګه نه کتل، اخیر په کاږه ورمېږو د خپلو بادرانو غیږو ته ستانه شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version