د راپورونو له مخې ويل کيږي چې د شمالي کوريا د لرې واټن ويشتونکي پياوړي بوكجوكسونج-2 (KN-15) نومي باليسټيک توغندي په روسيه کې ليدل شوي دي.
ياد بالسټيک توغندي له ۱۳۰۰ کيلومترو نيولې ان تر ۲۰۰۰ کيلومترو پورې هدف ويشتلی شي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم اوکراين کې د روسیې په ننګه د شمالي کوريا د پوځيانو د شتون خبر ورکړل شوی وو، خو؛ دا لومړی ځل دی چې شمالي کوريا خپل بالسټيک توغندي د مرستې په ډول روسیې ته ورکړي.