د سوریې د انقلابي ځواکونو مشر احمد الشرع چې په «ابو محمد الجولاني» مشهور دی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره له لیدنې وروسته د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي چې ډېر ژر به د سوریې لپاره د دفاع وزارت په چوګاټ کې د نوي پوځ جوړول پیل کړي.

احمد الشرع زیاته کړې؛ تر دې وروسته به وسله‌والې ډلې ورو ورو خپل تشکیلات له منځه وړي او د سوریې په نوي پوځ کې به مدغم کېږي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د حکومت له کنټرول څخه بهر به د هیڅ ډول وسلې شتون ته اجازه ورنکړي هغه که د سوریې د انقلابي ځواکونو تر کنټرول لاندي وي یا هم د کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې.

نوموړي زیاته کړې، چې دا قضیه باید ژر وتړل شي ځکه د غیر قانوني وسلو شتون په هېواد کې د نظم د ګډوډۍ لامل ګرځي نو پر دې بنسټ دا مسئله زمونږ په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د یادونې وړ ده چې سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له پرځېدو وروسته له رامنځته شوې خلا څخه په ګټې اخیستنې صهیونیستي رژیم د سوریې د پخواني پوځ بنسټونه په شدت سره بمبارد کړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version