‏د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون د امریکا، جاپان او سویلي کوریا ترمنځ پر درې اړخیزه پوځي همکارۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه همکاري سیمه کې کړکېچ لا زیاتوي.

اون دې چارې ته په غبرګون کې، د شمالي کوریا له لوري د اټومي وسلو د پراخولو په ګډون د متقابلو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

تر دې وړاندې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له لومړي وزیر سره په کتنه کې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په تړاؤ اندېښنه څرګنده کړې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version