د‌ چارو ادارې د لوی رياست له لوري د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست اړوند د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ولايتونو او ولسواليو د ښارواليو وروستي فعالیتونه او لاسته راوړنې د رغونې په نوم په يوې اونيزه کې خپرې کړې دي.

په رغونه اونيزه کې راغلي چې د کندهار ښار د شپږمې ناحيې په درېيم ګذر کې د کوڅو د کانکریټ کولو چارې روانې دي او دغه راز بيا د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د عمومي سړک د خاکروب چارې پيل شوې دي.

اونيزه زياتوي چې د هرات ښار ورودي دروازه پرانيستل شوې، د پل عالم ښاروالۍ له لوري د سړکونو او پليو لارو جارو کول دوام لري، د خوست متون تپه کې د اته پلچکونو جوړولو چارې بشپړې شوي، او د مزار شريف ښار کې د ظهرالدين فاريابي سړک د کانکریټ کولو د افر پرانيسته ترسره شوې ده.

د ښارواليو د فعاليتونو په دوام راځي چې د ايبک ښاروالۍ عوايدو کې د پام وړ زياتوالی راغلی، د پکتيکا د ښرنې ښار په ټولو برخو کې د کثافت دانيو نصبول دوام لري، غزني کې د سړک په سر د چرګانو د غوښو خرڅولو مخنيوی شوی، خوست کې د اداري کمپلیکس مخې ته د لښتيو جوړولو چارې بشپړې او د سړک جوړولو چارې پيل شوي، کندهار کې له ترنک پله څخه تر هوايي ډګر پورې د احمد شاهي سړک د سمسورولو هڅې روانې دي، او د غزني د ښاروالۍ رياست بيا د ۱۴۰۴ کال لپاره د سلګونه زرو نيالګيو کېنولو ته چمتو والی ښودلی دی.

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د رغونې‌ په نوم په خپره کړې اونيزه‌ کې په پورته فعاليتونو سربېره د هېواد د ښارواليو لسګونه نور فعاليتونه او لاسته راوړنې هم ځای پرځای کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version