‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته ويلي، چې افغانستان اوس د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې پر پاکستان له تکیې خلاص شوی دی.

ښاغلي جواد ویلي، چې د تېرو څلورو کلونو هڅو او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په پايله کې په افغان بازارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې ثابتې پاتې شوې دي.

د نوموړي په وینا، له ایران، هند او ترکیې سره د وارداتو تړونونه پراخ شوي او افغان سوداګرو ته د توکو د صداراتو او وارداتو لپاره نوي بازارونه برابر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version