هندوکش غږ ته باوري سرچينې وايي، چې د تېر جمهوريت پر مهال د پکتيکا د اوړممۍ ولسوالۍ د دوچينې سيمې د سرحدي کنډک قومندان قطب‌الدين چې په بدين مشهور و، تېره شپه د بلوچستان په ژوب کې وژل شوی.

بدين‌ د جمهوريت له پرځېدو سره سم پاکستان ته تللی و او هلته یې د مقاومت جبهې غړيتوب ترلاسه کړی و، تېره شپه پرې د ژوب د کاکړستان په موړ‌ مرغه‌ سيمه کې بريد شوی.

که څه هم د نوموړي وژنه په ظاهره د نامعلومو خلکو کار بلل کېږي؛ خو باوري سرچينې یې اصلي لامل د پاکستان د استخباراتي ادارو په ځينو غوښتنو کې پاتې راتلل بولي.

په دې وروستيو کې ځينې راپورونه خپاره شوي، چې پاکستاني استخبارات د مقاومت جبهې له غړو خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره کار اخلي او هدف ته د رسېدو يا پاتې راتلو په صورت کې یې وژني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version