ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی به د روسیې – اسلامي نړۍ په فورم کې د ګډون لپاره کازان ښار ته واستول شي.
یاد خبري اژانس په افغانستان کې د یوې سرچینې په حواله لیکلي، چې دا پلاوی به د کابل او مسکو ترمنځ د همکارۍ پراخولو په موخه پر نویو فرصتونو خبرې وکړي.
په راپور کې راغلي چې په دغه پلاوي کې به د افغانستان د کرنې، انرژۍ او اوبو وزارتونو په ګډون د نورو بنسټونو غړي هم وي.
له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، چې د کازان فورم په څنډه کې به د افغانستان – روسیې سوداګریز فورم هم جوړ شي.
ياده دې وي چې، د کازان شپاړلسم فورم به د راتلونکې می مياشتې له ۱۳ مې تر ۱۸ مې نېټې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي چې اصلي تمرکز به یې پر ډيجيټل کېدو او د همکاريو پر نويو فرصتونو وي.