‏د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءلله تارړ د استخباراتي سرچینو له قوله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند تر راتلونکو ۲۴-۳۶ ساعتونو پر پاکستان برید وکړي.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې، هند غواړي د کشمیر وروستۍ پېښه د احتمالي برید اساس وبولي؛ خو پاکستان به په کلکه د هر ډول برید ځواب ورکوي او د هرڅه د پېښېدلو مسؤول به هندي لوری وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تېره ورځ په يوه امنیتي غونډه کې خپل پوځ ته د عمل ازادي ورکړې او ویلي یې دي چې پوځ دې هر هغه څه وکړي چې ورته ښه او مناسبه ښکاري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version