د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قرغزستان په کوربه‌توب اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه نن مازدیګر د یوه پلاوي په مشرۍ قرغزستان ته ولاړ.

وزارت زیاتوي چې دغه سفر د قرغزستان په رسمي بلنه ترسره کېږي او ټاکل شوې ده چې افغان پلاوی به د یاد فورم په څنډه کې دوه‌ اړخیزې لیدنې هم ترسره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندې یاده غونډه د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په برخه کې د هېوادونو د استازو ترمنځ د خبرو اترو او د نظريو د تبادلې مهم فرصت بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version