لیکوال: ارغوان وطنیار

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

الله تعالی چې له کوم وخت څخه نړۍ پیدا کړې د هماغه وخت څخه نیولې بیا تر نن ورځې د حق او باطل ترمنځ معرکه شروع شوې، باطل ماته خوړلې حق هر وخت ځلېدلی چې دا خدای عزوجل دا قول یې کره ثبوت دی: وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (سورة الاسراء:٨١).

د شیطان او حضرت آدم علیه السلام ترمنځ شیطان ګستاخ شو او ویې ویل: زه له اوره جوړ یم او آدم له خاورو جوړ دی، نو زه هرګز د حضرت ادم علیه السلام ته د تعظیم سجده نه کوم؛ هماغه وو چې آدم علیه السلام ته ملایکو د تعظیم سجدې وکړې، مګر شیطان انکار وکړ، هماغه وو چې شیطان د ابد لپاره و رټل شو او د حق د پیروانو لاره رڼه شوه.

دا ژوند الهي امانت دی، زموږ ځان د خدای جل جلاله امانت دی موږ او زموږ ژوند هیڅ ګرنټي نه لري، که دا سر د الله جل جلاله په لاره کې نذر ته وړاندې کړو یا یې د مصلحت او د دنیا مادي موقتي چړچو ته ټیټ کړو مګر زموږ سر به خاورې کېږي.
هغه د شاعر خبره:
نر پسه د قربانۍ لپاره اوسي
همېشه ژوندون د میږو زندګي وي

دنیا دارالامتحان دی، څوک پکې بري شي او څوک ناکامه ترې لاړ شي او هر څوک د امتحان وړتیا نه لري.

شهید اسماعیل هنیه ددې امتحان یو مخکښ مجاهد او سپه سالار ؤ، مخکې یې ټوله کورنۍ د انبیاؤ علیهم السلام د خاورې په لاره کې د ازادۍ په موخه ډلییز شهیدان شول، خو د هنیه ارادې لړزانده نه شوې، د هغه پښې ونه ریږدیدلې او هغه د اسرایلي صهونیزم په وړاندې لا ټینګ او غښتلی ودرېده.

د هنیه تقبله الله شهادت نه د اسلامي امت اوله قرباني ده او نه اخره قرباني ده، د اسلامي نړۍ د اُمت مېندې لا بوري نه دي او نه زموږ ارادې پڅې دي.

د هنیه رحمه الله شهادت تنها د فلسطین میړني ملت درد نه دی دا د ټول اسلامي امت مشترک درد دی؛ موږ د اسلامي اُمت لویې کورنۍ ته تسلیت وايوو.
الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version