الجزیره ټلويزيون په خپل ژوندي پروګرام کې د غزې له خان يونس راپور ورکوي چې پکې د صهيونيستي اسرائيلو له لوري د بې ګناه فلسطينيانو په کورونو درنه بمباري روانه ده.

الجزیره وايي يواځې د نن سهار له بمبارد راپه دېخوا د غزې په خان يونس کې ۳۰ کسان شهيدان شوي چې ۱۱ یې تازه ساعت وړاندې او ۱۹ نور بيا د سهار مهال په بمبارد کې شهیدان شوي دي.

وروسته له هغې چې د حماس اسلامي غورځنګ سياسي مشر يحيی سنوار د امريکا له لوري د اوربند هغه وړانديز چې پکې د فلسطين خاوره له لاسه تله رد کړ؛ له پرون راهیسې وحشي اسراییلو د غزې په بېلابېلو برخو کې جګړه او بمبارد خپل وروستي حد ته رسولی، لسګونه فلسطینيان یې شهيدان او ټپيان کړي، او په سلګونو کورونه یې بمبارد کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version