ابوعثمان غزنوی

له څو میاشتو راهيسې د صهیونیستي رژیم ځواكونو له هوا او ځمكې د فلسطين په ځانګړې توګه غزې او رفح پر مظلوم ولس ناتار جوړ كړی، چې دا لړۍ لا اوس هم ډېر په شدت سره دوام لري.

د خبري رسنيو د رپوټونو له مخې، د صهیونیستي رژیم په دې بشري ضد ناتار كې، تر ٣٥ زره زیات کسان، چې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي، په شهادت رسېدلي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

دغه انساني تلفات، دومره ژور دي، چې د فلسطين او صهیونیسټانو تر منځ د لانجې په تېرو پنځوسو كلونو كې یې سارى نه لېدل كېږي.

مالي زیانونه خو دومره زیات دي، چې آن میلیاردونو ډالرو ته رسېږي؛ د غزې او رفح ټول اقتصادي، روغتیایي او سازماني بنسټونه له منځه تللي دي، د یوې شمېرنې له مخې یوازې په غزه کې ۶۰۰ جوماتونه په بشپړ ډول او ۲۰۰ نور په قسمي توګه د صهیونیستي رژیم د وحشت او دهشت د اور خوراک شوي دي.

بل خوا له میاشتو را په دې خوا، د صهیونیزم ناورین ځپلي غزې ښار د اسرائيلي ځواكونو تر كلابندۍ لاندې شپې ورځې تېروي، ويل كېږي، چې همدا اوس په دې ښار كې د جګړه ييز ناورين ترڅنګ، نور ستر ناورينونه لكه د خوراكي توكو كمښت او روغتيايي اسانتياوو نشتوالى، د غزې ښار خلك له سختو ستونزو سره مخ كړي دي.

بايد ووايو، چې نړۍ د بل هر وخت په پرتله نن ډېر سولې او امن ته اړتيا لري، هغه ظلم او وحشت او تروريستي كړنې چې نن د فلسطين مظلوم ولس په مقابل كې د ټولو نړيوالو نورمونو او منل شويو قوانينو او نورمونو پر خلاف، ترسره كېږي، او په دې اړه د نړيوالو په ځانګړې توګه لويديځ هېوادونه او د ملګرو ملتونو امنيت شورا او بشري حقوقو سازمانونو، چې ځانونه د نړۍ د سولې او امن، انساني حقونو ټېكداران بولي چوپتيا نه يوازې د نړۍ سولې او امن ننګوي، بلكې د نړۍ په ځانګړې توګه د منځني ختیځ سيمې لړزانده ټيكاو نور هم له سترو كړكېچونو مخامخ كوي.

په دې بنسټ، كه نړۍ او په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو د امنيت شورا سازمان، د نړۍ د روانو حالاتو او اوضاعو په وړاندې په رښتيني توګه بې پرې دریځ لري او ځان د نړۍ د امن او سولې څارګر او ساتونكى بولي، نو دې د انساني غمېزو په وړاندې دې توپير نه كوي او بايد زر تر زره د فلسطيني ولس پر وړاندې د اسرائيلي ځواكونو د ناروا بريدونو او پوځي عملياتونو مخه ونيسي او په دې اړه كوټلي او پرېكنده ګامونه واخلي.

له دې پرته كه د غزې پر خلكو د اسرائيلي پوځونو عمليات همداسې روان وي او نړيوال يې د تېر په شان په پټه خوله ننداره وكړي، د دې ترڅنګ، چې په سيمه كې به يوه ستره انساني فاجعه رامنځ ته شي، د سيمې او نړۍ د ثبات ترینګلي حالت ته په پام سره، د تاوتريخوالي او كړكېچونو نوي څپي رادبره او د خطرناك توپان په څېر هر څه له ځانه سره راواخلي، چې هغه مهال، بيا د اوضاعو د راقابو كولو په موخه هڅې او د بشري امن او حقوقو ډنډورې د يوې بې ځايه، بې وخته او پڅ شعار په توګه، چې يوازې د زورواكو او نېواكګرو قدرتونو ګټې او موخې خوندي كوي، بل انځور ونه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version