د صهیونیستي ر‌ژیم د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چې د دغه رژیم د کابینې په غونډه کې د غزې تړانګې لپاره د اوربند هوکړه تائید شوې ده.

د راپورونو له‌مخې، د هوکړې له تائید وروسته غزه کې اوربند عملي پړاو ته داخل شوی دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، ټاکل شوې نن جمعه د شوې هوکړې له مخې بشرې مرستې او نړیوال څارونکي غزې ته داخل شي.

د فلسطین غزې تړانګې لپاره د اوربند منل شوې طرحې له مخې به دغه راز راتلونکې اوونۍ شاوخوا ۲۰ ژوندي صهیونیستي بندیان او غزه کې د وژل شويو صهیونیستي بندیانو جسدونه یاد رژیم ته وسپارل شي.

ویل شوي، د دغو بندیانو به بدل کې به ۲۵۰ په عمري بند محکوم او شاوخوا ۱۷ سوه نور فلسطیني بندیان د صهیونیستي رژیم له زندانو ازاد شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version