د تحریر الشام اسلامي غورځنګ مشر ابو محمد الجولاني له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې: «موږ هڅه کوو د نړیوالو محکمو په وړاندې د بشار الاسد د محاکمې لپاره له یاد زندان څخه شواهد راټول او ترې وروسته یاد زندان په موزیم بدل کړو.»

نوموړي همداراز ویلي چې د سوریې له زندانونو څخه شواهد راټولوو او هڅه کوو چې، د هغو کسانو نومونه هم مشخص کړو چې په صیدنایا زندان کې شکنجه شوي او ناحقه وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د صیدنایا پوځي زندان د بشار الاسد د رژیم یو له بدنامو او ډاروونکو زندانونو څخه وو چې، پکې لسګونه زره زندانیان په سختو شرایطو کې ساتل کېدل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version